# د افغانستان د بحران سیاسی حل

**دوکتور فاروق أعظم**
دافغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر او د لندن په پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څیړونکې ډلې غړی

---

## فهرست (Table of Contents)

| مخ (Page) | موضوع (Topic)                                            |
| :-------- | :------------------------------------------------------- |
| ۳         | سریزه                                                    |
| ۶         | د افغانستان امنيتي وضعه، ملي فوج او ملي پولېس            |
| ۱۷        | ملي فوج او ملي پولېس                                     |
| ۱۹        | د دولت مشروعیت                                           |
| ۲۸        | د دولت په لوړه سطحه کې رشوت او اداري فساد                |
| ۲۸        | په افغانستان کې د مخدره مواد و تولید او تجارت            |
| ۳۳        | په افغانستان کې د بهرنیو مرستو مؤثريت                    |
| ۳۸        | د افغانانو د اقتصادي حالت څرنګوالی                       |
| ۴۲        | ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کې افغانانو ته ګټور دی؟ |
| ۵۲        | دامریکا نوی جمهور رئیس باید د افغانستان په باب څه وکړي؟  |
| ۶۴        | د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره به څوک مناسب وي؟        |
| ۶۷        | څه باید وسي چې افغانستان د روانې فاجعې څخه خلاص سي؟      |
| ۶۸        | د پای خبري                                               |
| ۶۹        | د افغانستان د بحران سياسي حل                             |

---

## سریزه

**بسم الله الرحمن الرحيم**
_إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم (صدق الله العظيم)_
_والتكن منكم أمة يدعون إلى الخير يأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر واولئك هم المهتدون (صدق الله العظيم)_

ما آمریکا ته په رسمي دعوت د ۲۰ مئی څخه تر ۹ جون ۲۰۰۸ سفر وکړ. په واشنګتن او نیویارک کې مې مختلف آمریکائی مقامات وليدل په واشنګتن، ویرجینیا ، لاس انجلس، سانفرانسسکو ، شیکاگو، میشیگن او نیویارک کي مې تر زرو ډیرو افغانانو سره خبری وکړې. هغوی ټولو زما څخه د افغانستان د بحران او ددغه کړکېچ د حل په باب پوښتنې وکړې افغانانو غوښتل پوه سي چې ما د افغانستان په باب آمریکایانو ته څه ويلي دي او د افغانستان په باب د امریکایانو نظر څه وو ؟ ما افغانانو ته خپل د مذاکراتو لنډ معلومات وړاندې او سؤالونو ته مې ئې جوابونه ورکړل چې مختصر را پوريې وطنوالو ته پر خپل وخت د کتاب په شکل وړاندې سویدی. ددې لنډ راپور د وړاندې کولو موخه دا وه چې وطنوال پوه سي چې ما آمریکایانو ته چې اوس یې افغانستان په لاس کې دی زموږ د ګران وطن اوضاع څنګه تشریح کړیده؟ ما هغوی ته یوازې د افغانستان په ارتباط پیښ مشکلات ندي ويلي او يوازې مې انتقادونه ندي کړي بلکه د حل بارز نکات مې هم ورښوولي دي.

راسی دلته دهغه را پور یوه برخه را نقل کړو. کتاب د سؤال او جواب په شکل لیکل سوی دی که دیو سؤال جواب ډیر اوږد در ته معلوم سو د هغه علت دادی چې ما ددغه جواب یوه برخه په یوه مجلس کې ويلې ده او نورې برخې يې په نورو مجلسو کې دلته مې د کار د اسانئ لپاره دعین یا مشابه سؤال ټول جوابونه چې په مختلفو مجالسو کې مې ورکړي یا تشریح کړيدي تر يوه جواب لاندې راوستيدي پدې جوابونو کې داسې نکات سته چې زما ندي او ماله نورو می اقتباس کړی او دخپل استدلال د تقویې لپاره مې راوړيدي. ځينې معلومات او په تیره بیا د کتاب پایڅور مې وروسته د دې کتاب د لیکلو په وختکې ورزيات کړيدي. ددې ليکنې اصلي هدف دا وو چې هر څوک و افغانستان ته ورپېښ مشکلات تشریح او څيړي خو د حل لار یې نلري او يائې نه وائي دلته ما د مشکلاتو تر تشریح او دمرض تر تشخیص و روسته دحل لار او دواء هم وړاندې کړېده چې کيدای سي پر هغه غور وسي، اصلاح سي او بيا د کار خلک پیدا او پر ولاړ سي. کار باید له یوځايه پيل سي او ما لدغه ځايه پيل کړ.

دامریکا ترسفر و روسته مې افغانستان پاکستان سعودي عربستان او دوه واره اروپائي هيوادونو (ناروې، سویدن، دنمارک، جرمني هاليند ، بلجیم او فرانس ته دافغانستان دبحران د سیاسی حل د پیدا کیدو په منظور تیریو کال سفرونه وکړه په زرو افغانان او غیر افغانان می دمتخاصمو ډلو د مشرانو په شمول وليدل ددی سفرونو جریان ددې کتاب په پای کې راغلی دی.

دعاء کوم چې الله پاک عز و جل زما دا وړوکی تلاش پخپل دربار کې قبول او هغو کسانو ته چې د افغانستان لپاره په سیاسي حل پسې ګرځي دا نسخه او فارمول ګټور او د مخلصو افغانانو د راټولېدو لپاره یو منبر او پلتفورم وګرځوي. په پای کې زه د وطن د دوه درد منو ځوانانو ښاغليو حفیظ الدین پیرزاده او مقبول احمد ننګ ډېره مننه کوم چې هم یې زما د سفرونو په وخت کې زما خدمتونه وکړه او هم یې د دغه کتاب په ترتیب او چاپ کې مرسته کړیده.

امین و ما ذلك على الله بعزيز.
**دوکتور فاروق أعظم**

---

## د افغانستان امنيتي وضعه، ملي فوج او ملي پولېس

**لومړی سؤال چې هر چا کاوه هغه دا وو چې د افغانستان امنيتي وضع څنګه ګورئ؟**

**جواب:** ترشپږ کاله ډیرو سوه چې نړیواله ټولنه و نه توانیده چې د افغانانو د باور او ملاتر پربنسټ داد من افغان ملي فوج جوړ کړي او تر اوسه هم آمریکایان او ناټو پخپل سر بېله دې چې پر افغان فوج اعتماد وکړي او حتى هغه خبر کړي د مخالفينو پخلاف نظامی عملیات او بمبارد كوي حتى د مخالفينو په باره کې د معلوماتو په راټولولو کې هم پر افغان اردو او پولیسو اعتماد نکوي او خپل ځانته استخباراتي لارې لري. په دغسې عملیاتو ، بمباريو او نیونو کې اکثره عام ولس ته تاوان رسیدلی دی، لارویان وژل سويدي، ودونه او جنازې بمبارد سويدي ، ښځې او ماشومان مړه سويدي بیګناه خلک بندیان سويدي، زوریدلي دي مړه سویدی، مالی تاوانونه ور رسيدلي دي، بيعزته سويدي او مهاجرت ته اړ سوي دي. دا ټول هغو کړنو ته ورته دي چې روسانو دخپل اشغال په وختکې د مجاهدینو د ځبلو په منظور کول. څرنګه چی هغه تاکتیک کار ورنکړ او ټول ملت یې د روسانو پخلاف را و پاراوه، د امریکایانو او ناټو اوسنۍ پاليسي به هم بريالۍ نسي داځکه چې دا د خلکو د زړنو د لاسته راوړو لار نده بلکه مخالفین نورهم تقویه کوي دامنيت دخرابی یومهم عامل همدادی. هغه وخت د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال شپر نیم کاله تیر سویوه.

طالبانو ته د القاعده په سترګه او ټولو پښتنو ته د طالبانو په نظر کتل د نړیوالې ټولنې بله لویه غلطي او د امنیت دخرابی عامل دی. نه ټول طالبان القاعده دي او نه هم ټول پښتانه طالبان دي همداراز د طالبانو او القاعده د هدفونو او ستراتیجی ترمنځ هم ډیر توپیر دی طالبان د خپل هیواد لپاره جنګیږي او د غرب سره خاصه دښمني نلري خو القاعده په عربي نړۍ کې د آمریکایانو و کمبلې ټولید و ته متعهد دي او افغانستان دخپلو اهدافو دویشتلو لپاره دیو سنګر په ډول استعمالوي. همداراز ټول پښتانه طالبان بلل او د هغو په تور ټول پښتانه ټکول، ځورول او د هيواد له سياسي صحنې ليرې ساتل د نړیوالې ټولنې بله لویه غلطي ده. په یو هیواد کې حتمي نده چې ټول فوج، پولیس د دولت مامورین او ټول ولس دې دهغه هیواد د مشر د فکر او پالیسیو ملګري وي؛ ځيني مجبوریتونه او حالات وي چې خلک مجبوروي چې د دولت سره کار وکړي.

د بون په کنفرانس کې دامریکا خاص استازی (جیمز ابنز ) پخپل کتاب تر طالبانو وروسته، ص ۷۷) کې ليکي: په بون کې زموږ لويه غلطي داوه چې موږ پښتانه طالبان او طالبان مو القاعده ګڼل او دپښتو ژبې سهم هلته دومره لږ وو چې د کنفرانس په پرانستلو کې په پښتو يوه وينا هم نه وه چې د پښتو د نیمګړي تمثيل شک يې ډېر اوه.

په زرو طالبان د نړيوالې ټولنې په مخ کې ونیول سول، بندیان سول، په قلعه جنګي کې مړه سول، په کانتينرونو کې سوري سوري سول او د لیلی په دښت کې لاس تړلي ژوندي ښخ سول. د امریکا د پخواني وزير جنگ (دونالد رمز فیلد ) زړه لايخ سوی نه وو او امر یې وکړ چې وئې سوځوئ. د هیواد په پاته برخو کي په زرو نور طالبان خپلو کلیو ته لاړل چې عادي ژوند خپل کړي او هغو مثبتو تغییراتو ته هيله من وه چې غرب يې مسلسلې وعدې ورکولې. مگر دوی هرځای تعقیب سول، ونيول سول او د طالب او القاعده په نوم مره سول. پدې ډول امريكائي او ائتلافي قواوو قصدا او یا په ناپوهۍ کې طالبان او پښتانه کونج ته تخته کړل او بیله مقاومته یې بله لار ورته پرینښوول دامنیت د خرابېد و لوی عامل دا هم دی.

همداراز د هیواد د شمال څخه تقریبا دوه نیم لکه پښتانه د قومي تصفيې تر پروګرام لاندي چې فیلمونه يې موجود دي د طالب او القاعده په تورد نړیوالې ټولنې په حضور کې مړه سول، بې حرمته سول، لوټ سول او د خپلو کورونو څخه و شړل سول هیچا د دغو قتل عامونو او دسته جمعي تعذيب مخ و نه نیو. سربېره پردې، بي بي سي او آمریکا ږغ رادیو ګانو څو واره را پورونه خپاره کړيدي چې یو شمیر اوزبک او تاجیک کورنۍ د سرحد له ها غاړې راوستل سوي او د شړل سویو پښتنو پر مځکو او جایدادونو باندې میشته سويدي.

افغانستان یو واحد او نه تجزیه کیدونکی هیواد دی چې د تاريخ په اوږدو کی مختلفو اقوامو پکښې يو دبل سره د وروڼو پشان ژوند کړیدی په شمال کې د تاجیکو ، ازبکو او ترکمنو په منځکې پښتانه اوسي او د پښتنو په سيمو کې بيا د سوو کلونو راهیسې اقلیتونه میشته دي دکندهار د ښار په زړه کې په زرو کورنۍ شیعه ګان او سي او دښار اکثره کسبونه، په دولتی ادارو کې ماموریتونه او شاوخوا شنه باغونه د دوی دي؛ چا ترخه خبره هم نده ورته کړې.

نړيوالې ټولنې افغانانو ته په بون کې يو داسې ضيق البنياده حکومت جوړ کړ چې د افغانستان په تاريخ کې یې ساری نسته موږ په تاريخ کې ډیر خراب حکومتونه درلودليدي خو داسې خراب حکومت لکه په بون کې چې نړیوالو افغانانو ته جوړ کړندی تیر سوی. نړیوالو مشهور غله، د نشئي موادو قاچاقبران، زورواکان فاسد تکنوکراتان او د بشري حقوقو پایمالونکي په حکومت کې راټول کړل.

آمریکایانو پښتانه چې د هیواد اکثریت سخت جنګي قوم او ددې هيواد له پیدایښته یې قدرت په لاس کې وو له قدرته محروم کړل. امريکايانو ټول پښتانه طالبان او القاعده و ګڼل او د تروریستانو پشان یې ورسره معامله وکړه او کوښښ يې وکړ چې د هیواد په سطح د پښتنو شمير كم و ښئي او ورپسې يې سياسي رول ورکم کړي.

---

## ملي فوج او ملي پولېس

**دوهم سؤال د ملي فوج او پوليس وو.**

**جواب:** څرنګه چې د کابل حکومت له متضاد و شخصيتونو ، متضاد و عقائد و اود متضاد و ګټو له خاوندانو څخه جوړ دی او ټول په يوه ملي مفکوره او هدف ندي را ټول همداسې ملي فوج او پولس یې هم پر همدغو پولو ويشلي دي او ملي هدف نلري. لکه څرنګه چې حکومت د ولس باور او ملاتر نلري همداسي ملي فوج او پولیس د خلکو حمایت نلري بلکه تر ډیره حده د خارجیانو ، جنګسالارانو او اقلیتونو په خدمت کې دي. په ۹ می ۲۰۰۸ يو نړیوال معتبر را پور وائي چې اوس هم د افغانستان فوج ملي تشخص نلري او ۷۰٪ افسران يې دیو اقلیت قوم دي. همدا سبب دی چې د یوې سیمې فوج په بله سیمه کې بریالی ندی او حتى ځائي فوج او پولیس همکاري نه ورسره کوي.

د امریکا په کانګرس کې د ملي امنیت او بهرنیو چارو د کمېټې مشر (جان ټـرني) د پنتاګون د راپور له مخې وويل چې په افغانستان کې د پولیسو ۴۳۳ یونټه دي چې هيڅ يو ئې هم پوره عملیاتو ته تیارندی؛ خو یوازې ۳ یونټه ئې دخارجي فوج په حمایت عملیا تو ته زړه ښه کولای سي. ملي اردو د جنگ قابلیت نلري او دخلاء دي کیدو لپاره پولیس جنګ ته لېږل کیږي؛ هغوی هم دغه کارته تيار ندي.

افغان فوج دا شکایت هم کوي چې ناټو دوی د جنګ لومړۍ کرښې ته بيائي او خپله شاته وي او پدې ډول يې د خپل سپر په تو ګه استعمالوي. سربیره پردغه فوج او پولیس د لر معاش او هغه هم پر وخت د نه رسید و څخه څو واره د رادیو او تلویزیون له لارې شکایت کړیدی او وائي چې ځکه لوئې لارې نيسي، خلک او موټران شکوي.

---

## د دولت مشروعیت

**دریم سؤال د دولت د مشروعیت وو. (یوه امريکائي مطرح کړ او و بويل چې خلک ولې د خپلو منتخبو مشرانو ملاتړ نکوي؟)**

**جواب:** افغانانو د منتخب او یا غیر منتخبو مشرانو سره دلچسپي نه درلوده. دغه انتخابات په افغانستان کې نړیوالو قوتونو غوښتل چې خپل کښينولي رژیم ته مشروعیت ورکړي. افغانانو ته دا مهمه نه وه چې کرزی منتخب و و او که نه و و بلکه امنیت سم حکومت او د هیواد بیا ابا ديده يې غوښته کوم چې نړیوالو مکرره وعده ورسره کړيوه.

د مشروعیت په باره کې ما ورته وويل چې یو دولت هغه وخت مشروع دى چې پر هغه سیمه پوره کنترول ولري پر کومه چې د تسلط ادعاء كوي. د امریکاد ملي استخباراتو د ادارې تازه را پور وائي چې د کابل حکومت یوازې د هیواد پر ۳۰٪ کنترول لري. د جمهور رئيس سلاکار او دشکایاتو د اورېدو د ادارې مشر ښاغلي اسد الله وفاء په لومړی مارچ ۲۰۰۹ کې وويل چي د کندهار د ولایت په ۱۷ ولسواليو کي دولت يوازی پر ۳ ولسواليو کنترول لري. دغسې كم او داغي تسلط د دولت مشروعیت ترجدي سؤال لاندي راولي.

ددې لپاره چې یو دولت خپل مشروعیت ته قانوني بڼه ورکړي پکار ده چې د خلکو اعتماد ، قیادت ته احترام او د هیواد قوانینو ته د هغوی اطاعت جلب کړي. په دولتي دستګاه کې د بشري حقوقو د پایمالونکو او قاچاقبرانو قوت د زورواکانو قدرت او د رشوت او اداري فساد غوریدنه، د افغان دولت ټولې هغه هلې ځلې چې د دغسې ملي اعتماد او درناوي لپاره يې کوي خنثی کړيدي.

يو دولت هغه وخت د مشروعیت ادعا کولای سي چې د خلکو معنوي ارزښتونو ته وفادار وي او ولس مطمئن وي چې دولت د دغو ارزشونو دساتلو او غوړېدلو لپاره کار کوي. مشروعيت يوازې پدې لاسته نه راځي چې دولت پر سیمه مسلط وي او یا په دولت کې یو شمیر ماهر او تکنوکرات کسان را ټول سويوي.

---

## دولت په لوړه سطحه کې رشوت او اداري فساد

**څلرم سؤال چې هر چا کاوه هغه په دولت کې د رشوت او اداري فساد وو.**

**جواب:** د بون په کنفرانس کې امریکا د افغانستان حکومتي مقامونه او څوکۍ زورواکانو او غربزده ګانو ته د خدمت په مقابل کې د غنیمت مال په ډول وويشل؛ هغوي پخپل وار ورسپارل سوي وزارتونه او ادارې خپلی قومي پوستې د تنظيمونو اډې او د سوء استفادې مغازې وګرځولې. هغوی وزارتونه ولسي جرګه او مشرانو جرګه ولايتي جرګې، په مرکز او ولاياتو کې دولتي ادارې ټولې پخپلو خپلوانو ، حزبي و تنظيمي ملګرو او وفادارانو بيله دې چې د چا لیاقت کفایت او اهلیت په نظر کې ونیسي ډکې کړې.

ډیر وزیران، والیان او رئیسان علاوه پردې چې شخصي مليشي لري إن جى أو كاني او شخصي انتفاعي مؤسسې هم لري چې هغه پيسې چې له بهره د مرستې په نوم افغانستان ته راځي پخپلو جيبو کې واچوي. دوی په هر خارجي قرارداد کې خپله ونډه هم لري. يو وزير يا مشاور تر ۶۰۰۰۰ ډالره په میاشت کې معاش لري چې د هغه وزارت يو سابقه داره مأمور ۲۰ ډالره نلري.

په دولت کې د اداري فساد ښکاره او د شرم نمونه داده چې د فساد د مخنيوي د ادارې مشر ښاغلی عزت الله واصفي په عام محضر کې لوى څارنوال ښاغلی عبد الجبار ثابت په رشوت او سوء استفاده متهم کر. لوی څارنوال پخپل وار عزت الله واصفي په رشوت او اختلاس تورن کړ. حکومت تردې حده شوریدلی، اداري فساد تردې حده رسېدلی او قيادي جبن تردي حده مستولي دی چې د جمهور رئيس لومړي مرستيال ضياء مسعود ادعاء وكړه چې د دولت لوړ پوړي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.

---

## په افغانستان کې د مخدره مواد و تولید او تجارت

**پنځم سؤال د مخدره موادو د توليد وو.**

**جواب:** د غربي نړۍ پالیسیو افغانستان په یوه تارياکي هیواد بدل کړ څو د غرب په بازارو کې د مخدره مواد و تقاضا ته جواب وويل سي. د امریکا خارجه وزيره افغانستان یو تاریا کی دولت بولي. په افغانستان کې د ترياکو تولید له ۱۸۰ ټنه په ۲۰۰۱ کې چې هغه هم د بدخشان په یوه محدوده ساحه کی کرل کیده و ۶۵۰۰ تنه په ۲۰۰۷ کې ورسید. اوس تاریاک تقريبا ۴۰٪ د افغانستان د ناخالصو ملي عوايد و او د نړۍ د عرضې ۹۳٪ تشکيلوي.

څيړونکي پدې عقيده دي چې مخدره مواد ، د حکومت اداري فساد ، د مخالفينو فعاليت، برمـتـــه نیول او په بیلو شکلونو د خلکو تهدید ، ددولت په اداري دستګاه کې د زورواکانو نفوذ او جنایتونه دا ټول يو له بله ټينګې اړيکې سره لري. د مخدره مواد و کاروبار کونکو د دولت په اداري مالي او عدلي نظام انکشافي پلانونو ، حکمومتدارۍ او اعمار مجدد کې کافي نفوذ کړيدۍ.

د امریکا په خارجه وزارت کې د افغانستان لپاره د تریاک دکنترول پخوانی لوی مسؤل تامس شوئچ د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې (۱۷) جولای (۲۰۰۸) وئيلي دي چې په افغانستان کې د تاریاک دکښت د ملاتړ په منظور دافغان دولت دلوړپوړو فاسد و چارواکو ، دارنو اروپائیانو، د پنتاگون تنګنظرو فوجيانو او طالبانو یو نا مطلوب ائتلاف جوړ دی او ترڅو دا ائتلاف وي دا بوټی به غوړیدلی پاته وي.

---

## په افغانستان کې د بهرنیو مرستو مؤثريت

**شپږم سؤال په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د مؤثريت وو.**

**جواب:** د جرمني د بون په کنفرانس کې د غرب ظاهراً تلاش دا وو چې افغانستان داسې يو حالت ته راولي چې بیا د تروریزم د تربیې مرکز نه وي. په غیر نظامي برخه کې د بون د کنفرانس غوښتنه داوه چې افغانستان یو مستقر هيواد وي چې د ګاونډيو سره په سوله کې ژوند وکړي، دخلکو نماینده حکومت ولري، مؤثر فوج ولري، ټول مهاجر بيرته خپل هیواد ته ستانه سي، هيواد بيا اباد او اقتصادي وده يې يقيني سي.

که په ځیر وکتل سي پسله تقريباً اته کاله نړیوالو خپلې کړې وعدې ډيرې لږې پوره کړيدي. تر اوسه تر اتلس بلیون ډالره ډیر افغانستان ته د بیا آبادید و لپاره راغليدي خو ډیر لږ يې خلکو ته رسيدلي او د هغوی په روزمره ژوند کې ئې ډیر کم مثبت تغییر را وستی دی. حکومت او نړیوالو نه يوازې د افغانانو سره ددغو بسیطو غوښتنو په پوره کیدو کې مرسته و نکړه بلکه د دغو بسيطو او لومړنيو غوښتنو دزير بناء د ترمیم لپاره یې هم ډیر لږ کارو کړ.

افغانستان یو زراعتي هيواد او اقتصاد ئې پر همدې سکتور ولاړ دی. د تقریباً ۸ کالو په موده کې نه د اوبو يو ضروري بند جوړ سو او نه یوه مهمه ویاله او کانال پاک او یا ترمیم سو او نه یوه غټه کارخانه جوړه یا حتی ترمیم سوېده.

---

## د افغانانو د اقتصادي حالت څرنګوالی

**اووم سؤال د افغانانو د اقتصادي حالت دڅرنګوالي وو.**

**جواب:** اصلي امنيت د خلکو د زړونو په لاسته راوړو کې دی. که څوک په افغانستان کی امینت دموکراسي پرمختګ او سوکالي غواړي نو بايد په اقتصادي ساحه کې کامیاب کار وکړي. تجربې ښوولېده چې په افغانستان کې زور او نظامي عمليات ندي بريالي سوي.

سره لدې چې ډېر غربي ستراتيجستان ښائي موافق نه وي خو زموږ باور دادی چې په افغانستان کې بيكاري او بغاوت مستقيماً سره متناسب دي. که خلکو ته کار پيدا سي او ولس په یو ګوله موړ سي دا به د حکومت اعتبار دیر او هغه ته به مشروعیت و رو بخښي. خلکوته کار پیدا کیده به د زورواکانو زور او به کړي او ډیر لږ خلک به وي چې دیو جنایتکار او جنګسالار توپک په غاړه کې واچوي او دده لپاره خپل هیواد وال مړه کړي.

د کابل حکومت او نړیواله ټولنه پدې کې ناکام سویدي چې عامو خلکو ته د کار زمینه مساعده کړي، مالي او پولي پاړسوب کښته کرائې او نرخونه کنترول او د خوار او برای ترمنځ د ژوند د سطح تفاوت کم کړي.

---

## ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کې افغانانو ته ګټور دی؟

**اتم سؤال داکثرو افغانانو دا وو چې ايا د خارجیانو حضور په افغانستان کې افغانانو ته ګټور دی؟**

**جواب:** د بون قرارداد او د ملګرو ملتو د مؤسسی امنیت شوری په افغانستان کې بهرنی مداخلې او لاسوهنې ته قانوني بڼه ورکړه او د افغانستان راتلونکې ئې چې څرنګه ګاونډیانو ئې او لويو طاقتونو غوښتل ترسیم کړه. د نړۍ ۳۷ هیوادونو ته یې د ايساف تر نامه لاندې حق ورکړ چې د افغانستان سرنوشت دې د قوې د استعمال په شمول د دوی په لاس کې وي.

نړیوالې ټولنې ایران ته جنوب غربي ولايتونه وركړيدي چې اباد يې کړي. د کندهار - چمن ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ غځولو کار پاکستان ته ورکول سویدی. ترکیې ته په شمال کې عمراني چارې محول سويدي. هندوستان ته د افغانستان په ډیرو برخو کې د فعالیت موقع ورکول سویده. دا پالیسي چې زموږ هر ګاونډي ته يې د افغانستان د آبادۍ په ظاهري پلمه يوه برخه یا سکتور سپارلې ددې پرځای چې سیمه ایزه همکاري او تعاون را منځته کړي پدې هیواد کې يې لانجې او تاوتریخوالی پیدا کړیدی.

سربیره پر پورتنیو ضررونو چې د بهرنیو فوجونو حضور ئې افغانستان ته رسوي خارجيان د افغانستان د اقتصاد او کلتور په ضرر هم دي. افغانستان پخوا پخپل ځان نسبتاً بسيا يو زراعتي هيواد وو. اوس ئې زراعت فلج او يو تارياكي هيواد دی.

---

## دامریکا نوی جمهور رئیس باید د افغانستان په باب څه وکړي؟

**نهم سؤال دا وو چې په امريکا کې به د راتلونکي نومبرد انتخاباتو په نتيجه کې نوی جمهور رئیس په سپینه ماڼۍ کې کښيني. هغه بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟**

**جواب:** د امریکا نوی جمهور رئيس هر څوک چې وي، که مکین وی که اوباما ، زما پيشبيني داده چې افغانستان ته به ډېر عسکر استوي؛ جنــگ بــه پراخوي او جنگ به تو دوي هغه به په عراق کې خپل عسکر کموي او افغانستان ته به ئې استوي. امريکايان فکر کوي چې د عراق بر خلاف په افغانستان کې كاميابي ورته اسانه ده.

ما آمریکایانو او افغانانوته په امریکا کی په ډیر وضاحت وويل چي زه تاسوته پېشبيني کوم چې درې کاله وروسته به د امریکا ولس د سپینې ماڼۍ په مخکې همداسې نارې وهل پیل کړي چې زموږ زامن ولې په افغانستان کې د فلاني قاچاقبر وزير دبر سر اقتدار ساتلو لپاره مري؟ دمخه تردې چې آمریکا ددغه شوم سرنوشت سره مخ سي دامریکا نوی جمهور رئیس باید د افغانستان په باب د امریکا پالیسی بدله کړي او سياسي حل ته پر نظامي حل ترجیح ورکړي.

---

## د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره به څوک مناسب وي؟

**لسم سؤال دا وو چې په افغانستان کې په راتلونکي کال کې د جمهوري ریاست لپاره انتخابات دي، ستاسې په نظر څوک به موزون سړی وي؟**

**جواب:** که دافغانستان په باب د امريکا او ناټو پاليسي همداسې وي لکه اوس چې ده او بدله نسي نو اول ممکن د امنيتي شرايطو دخرابی په وجه انتخابات ونسي او که و سي نو هر څوک چې د نویو انتخاباتو په نتيجه کې مشر سي کامیاب به نه وي. د افغانستان دولتي دستگاه اوس یوې فاسدې معدې ته ورته ده ترڅو اساسي علاج يې ونسي هره سالمـه غذا چې ورسي فاسديږي. زه د سړي لپاره نظام نه غواړم بلکه یــو ســم نظام باید جوړ سي او بيا د هغه لپاره په سړي پسې وکتل سي.

---

## څه باید وسي چې افغانستان د روانې فاجعې څخه خلاص سي؟

**اخیر سؤال د هر چا دا وو چې څه باید و سي چې افغانستان د روانې فاجعې څخه خلاص سي ؟**

**جواب:** دغه سؤال ته ما په پخواني کتاب کې د اوسني نظام د بدیل ترعنوان لاندي جواب ورکړی وو. خو پدې کتاب کې مې د پای خبرې او د افغانستان د بحران سياسي حل تر عنوانونو لاندې جواب او تشریحات ورکړيدي او په پای کې مې د بحران دحل فارمول وړاندې کړیدی کوم چې دډيرو هلو ځلو په نتيجه کی را منځته سویدی. تر اوسه دافغانستان د بحران د حل په منظور یو جامع فارمول او نسبتاً كامله طرحه لکه دلته چې وړاندې سویده نده وړاندې سوی. زه دا فارمول په هیڅ وجه خپل مولود نه بولم بلکه دا د دوستانو او دټولو هغو کسانو دهمکاری پیرزوینې او ګډ کار نتیجه ده.

---

## د پای خبري

په ۲۰۰۱ کې د طالبانو تر سقوط وروسته ډېرو افغانانو د خپل تاریخ پخلاف نړیوال فوج ته ښه راغلی ووایه ايه څو دهغو زورواکانو له ظلمه يې وساتي كوم چې د امریکا په مرسته بیا قدرت ته رسيدلي وه. د استاد رباني د وخت د داخلي جنګونو او بشري ناورین ترخه یا دونه دهر چا سره تازه وه.

خوپه تیرو تقریباً اتو کلونو کې دغه وعدې ترسره نسوې او په ملکي او نظامي ساحو کې دملي او بين المللي بيسابقه توجه او ملاتړ سره سره ډیر لږ کاروسو. اوس افغانانو خپلې هیلې تقريباً له لاسه ورکړيدي. نړیوال هم په افغانستان کې روښانه آینده ځانته نه ګوري حتی د امریکا جمهور رئیس (بارک اوباما) اعتراف کوې چې امریکا په افغانستان کی کامیا به نده.

ډیر څیړونکي دافغان حکومت حالت هغه سخت ناروغ ته ورته بولي چې د شدید مراقبت په خونه کې په مصنوعي تنفس ژوندی دی چې کله هم دغه مصنوعي تنفس (خارجي فوجونه او په کال کی د زرو ملیونو ډالرو پیچکارۍ) ځينې ليرې سي ناروغ سمدستي مري.

موږ ټول باید په افغانانو کې يو داسې شخص یا ډله ولټوو چې پورتني خصوصيات ولري، افغانان ئې په بد نوم و نه پیژني، د طالبانو ، مجاهدينو او نورو وطندوستانو سره ئې اړيکې بدې نه وي، د سيمې هیوادونه ترې و نه ويريږي او نړیواله ټولنه ورسره کار وکړايسي او ورڅخه و غوښتل سي چې د موجوده بحران د حل په لار کې یو مثبت کردار اداء کړي.

---

## د افغانستان د بحران سياسي حل

**۱۰ فبروري ۲۰۰۹**
د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د حکم په اساس دې د راتلونکو انتخاباتو پر ځای لویه جرګه په لاندې ډول را و بلل سي:

### الف. د افغانانو دخپلمنځي خبرو پيل

- **دباور فضاء را منځته کول:** د دايمي سولې په منظور دخبرو تر پیل دمخه د متخاصمو ډلو ترمنځ د باورد فضاء را منځته کیده ضرور دي؛ په نشراتو کې دې يو د بل خلاف مضر تبلیغات بندول او په عوض کې د پخلاینې خبرې کول.
- **منځګړیتوب:** دمتخاصمو ډلو ترمنځ دې د تفاهم په منظور بیطرفه او دخیر خلک وګرځي.
- **حسن نيت:** دحسن نيت د ښوولو لپاره د يوشمير بندیانو خوشې کول.
- **تورونه اخیستل:** یوپربل د تورونو اخیستل او پر سرونو د جايزو لغو كول.
- **اور بند:** د اور بند اعلان د اوربند څارنه یو کد کمیسون کوي او دواړه خواوې کمیسون ته د دندې د اجراء لپاره سړي او لازم امکانات برابروي.

### ب. لويه جرګه

- د افغانانو ، ګاونډیانو او نړیوالو سره تر تفاهم ورورسته، اسلامي کنفرانس ديوي بين الافغاني جرګګی له جوړيدو سره مرسته کوي چې د لويې جرګې دجوړيد و او را بللو لپاره کړنلاره جوړه کړي.
- لويه جرګه دافغاني ټولو متخاصمو ، مطرح ، معتنابه ډلو او پوهو شخصيتونو له منځ څخه د اسلامه اسلامي کنفرانس په مرسته را بلل کيږي.
- د لوئې جرګې په درشل کې ټول سياسي بنديان خوشې کيږي اوربند دوام لري او وسله والو مخالفينو ته په سیاسي پروسه کې دځای ورکولو له لارې جګړه عملاً ختميږي.
- د سولې ابتکار ته د لارې د هوارېدو په منظور لويه جرګه په اوسني اساسي قانون کی لازم تعديلات راولي او د افغانانو ترمنځ د يو آزاد ، آرام او پرمختلونکي افغانستان لپاره په یوه روښانه فضاء کې مستقيمې او غير مشروطې خبرې پيلوي.
- لويه جرګه د خپلمنځي تفاهم په نتيجه کې د هیواد لپاره قيادت تثبيتـوي او يو بيطرف شخص دحکومت په جوړولو چې ټولو جنګي خواوو ته قابل قبول وي مكلفوي. ددولت موجوده رئیس خپله چوکی او صلاحیتونه د لوئې جرګې په مخکې و دغه منتخب شخص ته سپاري.
- د لوئې جرګې د غړو لخوا د دولت و نوي مشر ته په اسلامي طريقه تر بیعت و رسته لویه جرګه رخصتيږي او پر خپل ځای د هر ولایت څخه درې تنه نمایندگان پريږدي (ديني عالم، قومي مشر او د عصري علومو تعلیم یافته) چې دولسي جرګې وظیفه اجراء کړي.

### ج. انتقالي حکومت

- انتقالي حكومت ملي وحدت ته متعهد او د ناپپیلو او مسلکی کارپوهانو څخه جوړ دی.
- انتقالي دوره درې کاله ده.
- انتقالي حکومت ائتلافي ندی؛ مشر او د حکومت غړي یې دکوم هیواد یا افغاني ډلې نمايندګي نکوي خو د چا سره دښمني هم نلري.
- د دولت واک د چا یا ډلې يا کوم هیواد پرضد نه استعماليږي بلکه دافغانستان دعليا ګټو په خدمت کې دي.
- دافغانستان دولت تعهد کوي چې د نورو هیوادو په داخلي چارو کې مداخله نکوي او اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د نورو پر ضد استعمال سي.
- د افغانستان گاونډیان ددغه هیواد په داخلي چارو کې د عدم مداخلت تعهد كوي او د م. م. م. د امنیت شوری ددوی دغه تعهد تضمينوي.
- انتقالي حکومت د هیواد د استقرار او پرمختګ لپاره پنځه کلن انکشافي پلان جوړوي او نړيواله ټولنه تعهد کوي چې افغانستان ته خپلې اقتصادي مرستې جاري ساتي.
- خارجي پوځونه د یو کال په موده کې له افغانستانه وځي.
- په ایران او پاکستان کې ټول مهاجرین د دوو کالو په موده کې د م. م. د مؤسسې په مرسته افغانستان ته ستنيږي او داخلي بيځايه سوې کورنۍ ځای پرځای کیږي.
- انتقالي دولت ټوله غیر مجازه و سله له افغانانو ټولوي او بهرني مسلح افراد او ګروپونه له افغانستانه رخصتوي.
- افغانستان یو اسلامي هیواد او د اسلامي امت يوه برخه ده. د اسلامی کنفرانس په مرسته د اسلامي نړۍ د معتبر و علماؤ یوه ډله د افغاني علماؤ سره انتقالی حکومت ته په ځينو مهمو اسلامي مسائلو کې مشوره ورکوي.
- انتقالي حکومت د خپلې دورې په دریم کال کې چې خارجي قواوې وتلې وسلې ټولې سوې او اکثره مهاجر او بیځایه سوې کورنۍ پرځای سوې وي اساسي قانون تدوين او د لويې جرگې په تصویب يې رسوي.
- انتقالي حکومت په اخیرو شپږو میاشتو کې د اساسي قانون مطابق داسلامي کنفرانس او ملګرو ملتو په مرسته د دولت دمشر او شوری لپاره انتخابات کوي او دخپلې دورې په پای کې واک و نوي منتخب مشر ته سپاري.
- د انتقالي دوري رئيس او وزیران په راتلونکې لومړنۍ دوره کې د دولت د ریاست او یا وزارت دنده نسي تر سره کولای.

_ومن الله توفيق_
