×

ډبــره او اوبــه

دوکتور فاروق أعظم | ۲۰ مې ۲۰۱۴

ډبره درنه او اوبه سپکې دي. ډبره هر ځای او هر وخت په خپل شکل څرګندېږي؛ خو اوبه د هر لوښي شکل اخلي او د حالاتو سره سم ځان بدلوي.

ډبره يوازې د جامد په ډول ګورو خو اوبه د هوا په مقتضاء د مايع، غاز او جامد په شکل تغيير مومي. ډبره که پېړۍ پر ځای پرته وي لږ بدلېږي خو اوبه په کم وخت کې خپل خوند او رنګ دواړه بايلې.

ډبره که ماته شي بېرته نه سره يو کېږي، خو اوبه که بېلې شي بېرته سره ورځي. غرونه سرلوړي ولاړ وي او اوبه پر ټيټو ځي. ډبره سخته ده او اوبه نرمې.

که ډبره له غره راولويږي، په لار کې واړه شيان تر ځان لاندې کوي او پرې تېرېږي؛ که غټ ممانعت يې په مخکې راغی ټکر ورسره کوي؛ که زور يې پر ورسېد پرې تېرېږي او که نه بيا نو ورته درېږي، حرکت له لاسه ورکوي او جبر ته په تسليمۍ د تقدير انتظار باسي.

خو اوبه له لومړي سره کوښښ کوي چې موانع د ځان ملګري کړي. غرور نه کوي؛ سپکو ته پر سر ځای ورکوي نو ځکه تر نورو يې په آسانه په ځان پسې کشوي.

که د اوبو په مخکې مانع راشي ټکر نه ورسره کوي بلکې د فرار لار ور څخه لټوي. که د فرار لار پر بنده وه، بيا نو صبر کوي، په اتحاد او اتفاق سره ځان قوي کوي. چې ځان يې ښه قوي کړ يا تر مانع ځان باسي او يا مانع او بند ماتوي.

ډبره د لوی مانع په وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي او ورته درېږي. خو اوبه د مشکل څخه د وتلو د لارې د پيدا کېدو اراده له لاسه نه ورکوي او په هر حالت کې هدف – خپل اصل (رود يا درياب) ته د رسېدو تلاښ کوي. اوبه په عين نرمۍ کې سر سختي، سازشکاري، لجوجي او هدف ته د رسېدو په لار کې د ټينګې ارادې څښتنې دي.

غر که د عظمت نښه ده نو اوبه د قوت. که غر د تحمل سمبول دی چې واورې او ژلۍ پر اوري خو له ځايه نه ښوري؛ اوبه بيا د بردبارۍ او تحمل ښکاره مثال دی چې درنې کښتۍ يې پر سينه تېرېږي. غر که په ولاړه کې دبدبه لري، د اوبو قوت په حرکت کې دی. غر که په ولاړه عظيم دی، اوبه په پروته کې درياب. د غره سر ته که ختل زور غواړي، د اوبو پر سر تلل هم مهارت ايجابوي. د غره سره که څوک احتياط ونه کړي را لويږي، خوږېږي او مري؛ د اوبو سره هم پام په کار دی، که نه، څوک غرقوي او وژني يې. که د غره په زړه کې خزانې دي، د اوبو په تل کې هم ملغلرې دي.

که څه اوبه د ژوند مهمه وسيله ده خو انسانان پر وچه، غرونو، دښتو او رېګونو کې ژوند کوي. همدا غرونه دي چې په ډېر تمکين او متانت دريابونه دريابونه اوبه د واورې په شکل پر خپلو اوږو ګرځوي.

د اوبو قدر په همدې ډبرو او شګو دی. خو اوبو هم، همدغو غرونو او رېګو ته ژوند ور بخښلی دی. دواړه نعمتونه دي خو هر يو خپل خپل ځای لري. غر او اوبه دواړه قوتونه دي چې ور څخه ګټه او تاوان زموږ په مهارت اړه لري.


پښتانه تر ډېره حده په خوی ډبره دي؛ نه زور تر اوسه اوبه کړي دي او نه يې خپله درياب ته لار موندلې ده.